IQNA

د غزې  ستایونکي مقاومت او صلابت ۴۷۱ ورځو وروسته د اور بند پيلیدا(فیلم)

11:10 - January 20, 2025
د خبر لمبر: 3490498
ایکنا – د غزې تړانګې  په خونړي جنګ کې  د فلسطینیانو له۴۷۱ ورځو ستایونکی مقاومت او استقامت وروسته بلاخره  پرون سهار اته نیمې بجې په غزې تړانګې کې  د فلسطین دمقاومت او صهیونیسټي رژیم ترمینځ د نوي اوربند  لومنۍ مرحله اجرائي شوه.

ایکنانوز د سماء له قوله راپور راکړی،  په غزې تړانګې کې د خونړي جنګ  له ۴۷۱ ورځو وروسته بلاخره د جنورۍ  په نولسمه  نیټه سهار  په غزې تړانګې کط د فلسطین دمقاومت او صهیونیسټي رژيم ترمینځ د نوي اوربند لومړنۍ مرحله  اجرائي شوه.

د اوربند د اجرائي وخت له رارسیدا وروسته خبری سرچینو  دغزې تړانګې په  جنوب کې  دحماس غورځنګ د پوځي څانګې عزالدین قسام شهیدد کنډکونو د مبارزانو ددیره کیدا خبر ورکړ.

په عین حال کې  د فلسطینی ښاریز او د غزې  اوسیدونکو  د ځپل ژوند ځاي ته د فلسطینیو کډوالو  د بیرته ستنیدا شیبې په تصویرونو او ویډیوګانو کې خپرې کړې. رسندویو، دم قاومتي مبارزانو له خوا په سړکونو کې د پریډ  منظرې  خپرې کړې  چې دې چارې  خپلو موخو ته  په رسیدا کې د صهیونیسټي رژیم  یوه بله ناکامي نندارې ته وړاندې کړه.

 د اوربند له پیلیدا سره په یووخت ، فلسطینیانو  د غزې تړانګې  په شمال کې بیت حانون ته  بیرته ستنیدا پیل کړې او  د فلسطین پولیس په سیمې کې دیره شوي دی.

 له جنګ، وینې بهیدا او کډوالۍ او بمباریو  له میاشتو میاشتو  وروسته دغه برخلیک ټاکونکي شیبې  رارسیدلي  او مقاومتی مبارزان هڅه کوي ،د صهیونیسټي رژيم په بندونو کې د فلسطینیو بندیانو  لازیات ممکن شمیر  په آزادولو سره  جنګ پاي ته ورسوي.

په همدې لړ کې  د رفح  ښاروال احمد الصوفي  ووئيل، مونږ  د رفح ښار د واټونو  د سوکه سوکه پرانیستونکي طرحې اجرا کولو ته تیار یوو ،څو د عادي ژوند شیبې بیرته پیل  شي او کرار او باثباته تګ راتګ  ټينګ شي. 

آغاز آتش‌بس پس از 471 روز صلابت ستودنی غزه + فیلم

 هغه په دوام کې ووئیل،  مونږ  په دغې مرحلې کې  د بریالیتوب لپاره د اوسیدونکو  ملګرتیا ته امیدوار یوو  او پخپلو کې په ګډه سره  کرار راتلونکی جوړولی شو.

دا خبر په داسې حال کې خپریږي، چې  اور بند پرون د تهران په وخت سهار لس بجې  اجرا شوی دی.

د فلسطین دمقاومت او  نیواکګر رژیم ترمینځ  د موافقې په اساس ، د فلسطین مقاومت  هغه درې اسرائيلي اسیران  چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په اومه نیټه  په طوفان الاقصی  عملیاتو کې نیول شوي وو، خوشي  کړي او سره صلیب نمایندګانو ته ئې وسپاري.

آغاز آتش‌بس پس از 471 روز صلابت ستودنی غزه + فیلم

https://iqna.ir/fa/news/4260657

captcha